پروان کې د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۷ - ۹:۴۷
t

ملي پولیسو په پروان ولایت کې د یو لړ کشفي کړنو په درشل کې د یوه موټر سایکل چې له چاودېدونکو توکو ډک و، مخنیو کړی.
تېره ورځ پولیسو د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د صیاد پر عمومي سړک یو موټر سایکل هغه مهال ونیوه، چې ۱۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو.
ترهګرو غوښتل یاد موټر سایکل ته د پروان په اړوند سیمو کې چاودنه ورکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې کشف او شنډ شو.