پروان ولایت له روزنیز مرکز څخه سلګونه تنه پولیس فارغ شول
د کاپیسا، پروان او پنجشېر ولایتونو ۲۴۷ تنه مجاهدین او منسوبین د لنډ مهاله مسلکي او عقیده تي زده کړو وروسته د پروان روزنیز مرکز څخه فارغ شول
فراغت غونډه د مسوولینو او منسوبینو په ګډون جوړه شوې وه.
مسوولینو په خپلو خبرو کې، د مبارکۍ ویلو تر څنګ له دوی وغوښتل چې په خپلو دندو کې اخلاص وکړي او له ولس سره نېک چلند ولري.
د غونډې په پای کې په فارغانو تصدیق پاڼې ووېشل شوې.