پروان او ننګرهار کې د پنځو کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۲:۴۶
ث

د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په سیدخېلو ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د پنځه کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې بېلابېل ډوله ګولۍ، چې ۷۱۰۰ ډزه د تفنګچې ګولۍ او څو میله تفنګچې پکې شاملې دي، د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همدارنګه د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې هم د یوې ماین چاودنې مخه نیول شوې.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې شنډ شو.