هلمند کې ۲۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول
د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په ابپاشک، بادیزان او یو شمېر نورو سیمو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یو لړ ګډ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
همداراز د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده دښتې سیمه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نهه کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
د یادو عملیاتو پرمهال ملکي خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.