هلمند کې ۱۷ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

farhadi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱۰ - ۱۲:۴۵
moi


د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په پارچاو او بالا خانه سیمو کې، د افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې، د ترهګرو طالبانو د یو مهم قومندان قاري احمد په ګډون ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې د افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د انجنیرۍ ډلې له خوا په عامه لارو، د ولسي وګړو کورونو، جوماتونو او سړکونو کې د ترهګرو طالبانو له خوا کرل شوي؛ ګڼ شمېر ماینونه هم کشف او له منځه تللي دي.