هلمند کې یو غل د ښځو په جامو کې ونیول شو.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۰ - ۹:۱۵
ث

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو یو کس چې له هټیو څخه یې پیسې او مالونه غلا کول او همداراز خلک یې اخلاقي فساد ته هڅول؛ د ښځو په جامو کې یې نیولی دی.
یاد کس صفت الله نومېږي چې پر ځان یې د طلا ګلې نوم ایښی و او په هلمند کې یې له ښځنیه جامو په استفادې په غلاو لاس پورې کاوه.