هلمند کې څلور طالب ترهګر وژل شوي دي

farhadi-moi
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۹ - ۱۲:۲۶
moi

 

د هلمند ولایت، د ناد علي ولسوالۍ په لوی مانده سیمه کې د ملي پولیسو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې څلور طالب ترهګر وژل شوي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د دښمن دوه کلاشینکوفه، یو قبضه راکټ انداز، دوه عرادې موټر سیکلونه او یو پایه لاسي مخابره د ملي پولیسو لاسته ورغلې.
د یادولو ده چې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۳ کړۍ ماینونه کشف او خنثی شوي دي.