هلمند کې په تازه ترسره شویو عملیاتو کې ۴۸ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ په "عینک" کلي او همدارنګه د مرکز لښکرګاه ښار د لسمې امنیتي حوزې په اړوند "بشران" سیمه کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۳۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
هېره دې نه وي، چې د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو ۱۰۰ کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه چې د لارې پر مسیر یې د ملکي مرګ ژوبلې په پار ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ شوي دي.