هلمند کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره ورځ پولیسو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په حیدراباد سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په لړ کې درې ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د عملیاتو پرمهال پر عامه لارو د ترهګرو طالبانو لخوا ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې عملیاتو کې پولیسو او د سیمې خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.