هلمند کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره ورځ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار اړوند په سور ګدر سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه ترهګر طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې یو ډېر شمېر سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې شوې او همداراز ۲۰ کړۍ بېلابېل ماینونه کشف او شنډ شوي دي.