هلمند کې د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي.
د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مهاجر بازار او یو شمېر نورو سیمو کې د افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا چاڼیز عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.
د نښتې پرمهال د ترهګرو طالبانو دوه جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې شوي او د ترهګرو یو میل کلاشینکوف، یوعراده موټرسایکل او یوه پایه مخابره د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په یادو عملیاتو کې یو زیات شمېر ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي.