هلمند کې د پنبې په یوې فابریکه کې د پراخې اورلګېدنې مخنیوی وشو

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۸:۵۴
asdfasf

د هلمند ولایت د اور وژنې او پېښو ته د رسېدو ځواکونو، د یو پر وخت او چټک اقدام په ترڅ کې د یاد ولایت د مرکز لښکرګاه ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د پنبې د پروسس په یوې فابریکه کې رامنځته شوې اورلګېدنه مهار کړه او د اور د پراخېدو مخه یې ونیوله.

د دغو عملیاتو په پایله کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت شتمنۍ او سوداګریز توکي له سوځېدو وژغورل شول او د فابریکې نورو برخو ته د اور د خپرېدو مخه هم ونیول شوه.