هلمند کې د نشه يي توکو یوه زېرمه کشف او له منځه یوړل شوه.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۲/۱۴ - ۱۰:۵۷
x

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د عملیاتي قطعې ځواکونو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په خواجه اغلو کلي کې د یو لړ ګډو ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو یوه زېرمه کشف او له منځه یوړه.
د دې عملیاتو په ترڅ کې څه باندې ۷۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د تریاکو، خشخاشو او بنګدانې له ډوله کشف او له منځه یوړل شول.