هلمند کې د نشه يي توکو د پروسېس دوه کارخونې له منځه یوړل شوې.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۶ - ۱۴:۳۶
c

تېره شپه د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په شیخ زي کلي کې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د نشه يي توکو د پروسېس دوه کارخونې له منځه وړې دي.
د یادو عملیاتو په لړ کې ۲۶۰۶۰ کیلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي چې هیرویین، تریاک، مورفین او یو شمېر نور کېمیاوي توکي پکې شامل وو، کشف او ضبط شوي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې د قانون په اساس سوځول شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د دې قضیې په تړاو څوک ندي نیول شوي.