هلمند کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ۶۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د هلمند ولایت په سورګدر او ۶۰۱ کنډک اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې ۵۳ ترهګر طالبان وژلي او ۱۳ نور یې مرګوني ټپیان کړي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د دوښمن یو اندازه وسلې او تجهیزات ترلاسه شوي او همداراز لسګونه کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه چې ترهګرو د خپلو ورانکارو موخو له پاره په عامه لارو ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ شوي دي.