هلمند کې د ترهګرو څلور کسیزه ډله نیول شوې.

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۲ - ۱۰:۳۰
هلمند
 
هلمند کې د ترهګرو طالبانو یوه څلور کسیزه ډله چې د ترهګریزو پېښو په ځانګړې توګه د سړک غاړې ماینونه په ځای پر ځایولو کې یې لاس درلود، نیول شوې.
یاده ډله له ترهګرۍ سره د مبارزې د پولیسو له خوا د ناوې ولسوالۍ په اڅکزي کلي کې نیول شوې ده.
له نیول شوې ډلې شپږ کړۍ ماینونه، یو شمېر چاودېدونکي توکي، یوه تفنګچه، یو عراده موټر سایکل او یو شمېر سندونه د پولیسو لاسته لوېدلي دي.