هلمند کې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم قومندان په ګډون درې ترهګر طالبان وژل شوي

امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې تصفیوي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم قومندان "سیف العمر" په ګډون درې ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو ۱۵ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
د یادونې ده چې پدې عملیاتو کې ملکي خلکو او افغان ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.