هلمند کې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم قومندان او دوه ډلمشرانو په ګډون اته نورو ترهګرو طالبان ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۰:۲
y

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم قومندان او دوه ډلمشرانو په ګډون اته نورو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ترهګرو طالبانو غوښتل چې د نادعلي ولسوالۍ د خوشحال او سیداباد کلیو پر امنیتي پوستو برید وکړي، چې د ملي پولیسو له چټک غبرکون سره مخ شوي دي.
د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم قومندان ثمر او ډلمشر ایوب په ګډون څلور ترهګر طالبان وژل شوي او د یوه بل ډلمشر صوفي خالد په ګډو څلور نور ترهګر طالبان ټپیان شوي دي.
د ترهګرو طالبانو دوه جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.