هلمند کې د ترهګرو طالبانو درانه تلفات؛ ۲۰۰ ترهګر وژل شوي

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۲۲:۸
y

ترهګرو طالبانو د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د خلکو تر منځ د وېرې او وحشت د خپرولو په پار ترورېستي بریدونه ترسره کړي، چې د هوایي ځواک په ملاتړ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلکو ځوابیه بریدونو سره مخ شوي دي. 
په دې نښتو کې نن ۲۰۰ ترهګر طالبان وژل شوي او د ترهګرو بریدونه یې په شا تمبولي دي. 
په لښکرګاه ښار کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات روان دي.