هلمند او ننګرهار کې ۲۵۴ جریبه ځمکه د کوکنارو بوټو له کرکیلې پاکه شوه

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۶ - ۹:۲۰
01

له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په هلمند او ننګرهار ولایتونو کې د نشه يي توکو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۵۴ جریبه ځمکه د کوکنارو له کرکیلې پاکه کړې ده.
پولیسو د هلمند ولایت په ناوه او نادعلي ولسوالیو کې ۱۳۴ جریبه ځمکه او د ننګرهار ولایت په رودات، سپين غر او خوګیاڼیو ولسوالیو کې ۱۲۰ جریبه ځمکه د کوکنارو بوټو له کرکیلې پاکه کړې ده.
د هېواد په ولایتونو کې د کوکنارو کښت د له منځه وړو کمپاین دوام لري.