هلمند او فاریاب کې درې تنه د ۶۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۸ - ۱۳:۱۳
12

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مرکز لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمو کې د نشه‌يي توکو یو قاچاقبر له ۵۸ کیلوګرامه چرسو او یو میل تفنګچې سره یو‌ځای نیولی دی.
بل‌خوا پولیسو د فاریاب ولایت د میمنې ښار د ۱۰مې ناحیې په اړوند سیمو کې هم دوه تنه د دوه کیلوګرامه تریاکو د پلور په تور نیولي دي.