هرات کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۳ - ۱۴:۵
01

پولیسو په هرات کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: قتل، وسله والې غلاوې، د نشه يي توکو قاچاق او د غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه ۴ میله وسلې، ۴ عرادې موټرسایکلونه، ۶ کیلوګرامه هیرویین او ۴ سیټه غلا شوي موبایلونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.