هرات کې ۳۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو دوه اونیو په لړ کې د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د قتل، وسله والو غلاو، د وسایطو د غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې او ساتنې او همدارنګه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو اندازه نشه يي توکي، الکولي څښاک، غلا شوي وسایط او بېلابېل ډوله وسلې هم ترلاسه شوې دي.