هرات کې ګذر وکیلان او قومي مشران: له پولیسو ملاتړ او همکاري زموږ وجیبه او ټولنیز مکلفیت دی
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د هرات ښار له ګذر وکیلانو او متنفذینو سره وکتل او د هرات ولایت د امنیتي وضعیت د لا ښه والي په تړاو یې د دوی ستونزې او سلا مشورې واورېدې.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دې کتنې په ترڅ کې د پولیسو او قومي مشرانو پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ مسوولینو ته یې هدایت ورکړ، څو د خلکو او پولیسو تر منځ د اړیکو د لا غښتلتیا په پار ټولنیزې ناستې ترسره کړي.
هرات مېشتو ګذر وکیلانو او متنفذینو هم د قانون د تنفیذ او همدارنګه د عامه امن او نظم د ټینګښت په برخو کې ونډه اخیستنه خپله وجیبه یاده کړه او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه ته یې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.