هرات کې څلور ترهګر ووژل شول.

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۸ - ۱۴:۳۹
11

تېره شپه د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ په اسفرز سیمه کې د ملي پولیسو او ملي اردو د ګډ کمین په ترڅ کې دوه ترهګر ووژل شول.
له ترهګرو یو میل کلاشینکوف او یوعراده موټر سایکل د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی دی.
په یوه بله پېښه کې د هرات ولایت د زاول ولسوالۍ په ده شیخ سیمه کې دوه ترهګرو غوښتل، چې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړي، چې د خپل ماین چاودنې ښکار شول.