هرات کې پولیسو اووه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۴ - ۹:۵۵
e

هرات کې پولیسو اووه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د انسان تښتونې او وسله والې غلا په تړاو نیولي دي.
د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ له اړوند سیمو یو کس چې غوښتل یې یو ماشوم وتښتوي؛ پولیسو سره د خلکو د پر وخت همکارۍ په پایله کې نیول شوی دی.
همداراز د ښار د څلورمې او څوارلسمې امنیتي حوزو له اړوند سیمو دوه تنه د موټر او موټرسایکل د غلا په تړاو هغه مهال نیول شوي، چې غوښتل یې موټر او موټرسایکل غلا کړي.
د یادونې وړ ده چې د انجیل ولسوالۍ له اړوند سیمو څلور تنه د مالونو د غلا په تړاو نیول شوي.
یادو کسانو د هګیو او چرګانو دانو په غلاوو لاس پورې کړی و.