هرات کې پنځه ډاکټران د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شول.

د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په ماین زدګي سیمه کې ملي پولیسو پنځه ډاکټران د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلي.
تېره ورځ هرات کې پنځو ډاکټرانو غوښتل چې د زاول له سیمې د هرات ښار پر لور ولاړ شي، چې موټر یې د ادرسکن ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د څلورو انسان تښتوونکو له خوا درول شوی.
انسان تښتوونکو غوښتل چې ډاکټران شینډنډ ولسوالۍ ته ولېږدوي، چې د ملي پولیسو له غبرګون سره مخ شول.
انسان تښتوونکو د پولیسو په وړاندې مقاومت وښوده چې په ترڅ کې یې یو انسان تښتوونکی وژل شوي او څلور نور له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورل شویو ډاکټرانو د زاول ولسوالۍ مېشتو ته روغتیايي خدمات وړاندې کول.