هرات کې نهه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۷ - ۱۰:۹
e

تېره ورځ د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دې ولایت د مرکز په اړوند سیمو، رباط سنګي او ګذره ولسوالیو کې نهه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ونیول.
پولیسو یاد کسان د کورونو او وسایطو د غلا او لاره نیونې په تور نیولي دي.