هرات کې له درې ترهګریزو پېښو مخنیوی شوی.
د هرات ولایت ملي پولیسو له درې ترهګریزو پېښو مخنیوی کړی. دوه کړۍ ماینونه چې ترهګرو د ترهګریزو پېښو د ترسراوي لپاره د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د یکه دوکان کلي پر لاره ځای پر ځای کړي وو؛ پولیسو کشف او شنډ کړل.
همداراز ملي پولیسو یو کړۍ مقناطیسي ماین چې د هرات د انجیل ولسوالۍ په هواده کلي کې پر یوه موټر کې ځای پر ځای کړی و، کشف او شنډ کړو.
د یادو ماینونه په کشف سره هرات کې له درې ترهګریزو پېښو او ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی شوی.