هرات کې سلګونه روږدي له بستر وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

د هرات امنیې قومندانۍ نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۳۲ تنه روږدي چې پخوا یې د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه راټول کړي وو او د هرات د روږدو د درملنې په ۴۰۰۰ بستریز روغتیايي مرکز کې بستر وو له څو میاشتو درملنې او بستر وروسته د یوې کمېټې له لارې خپلو کورنیو ته وسپارل.