هرات کې د یو کړۍ ماین له چاودنې مخنیوی شوی
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوې هاوان سرګلولې او یوې بشکې چاودېدونکو توکو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد چاودېدونکي توکي د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.