هرات کې د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیول شوه.

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۸ - ۱۴:۴۷
01

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت د هرات-ادرسکن لویې لارې په اړوند سیمو کې یو کړۍ ماین کشف او شنډ کړو.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شو.