هرات کې د بېلابېل ډوله وسلو یوه محموله کشف شوه

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۹ - ۲۳:۵۰
6

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په ګذرې ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د بېلابېلو ډوله وسلو او مهماتو یوه لویه محموله کشف او ترلاسه کړې ده.

په یاده محموله کې ۳۰ ټُنه د ښکاري (امبرلېس) وسلو ګولۍ، ۳۵۰۰۰ ډزه د M-16 ګولۍ، ۱۶۰۰۰ ډزه کلاشینکوف ګولۍ، ۸۹۰۰ ډزه ماشیندار ګولۍ او یو میل AUG وسله شامل دي.

یاد شوې وسلې په یو عراده ټېلر ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوې وې، چې د پولیسو د چټک او پر وخت اقدام په پایله کې ترلاسه شوې دي.

د دې قضیې په تړاو یو کس چې د دې موټر چلوونکی و، نیول شوی او دا قضیه اوس مهال تر لازیاتو څېړنو لاندې ده.