هرات کې د انسان تښتوونکو یو حرفوي ډلمشر ووژل شو.

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د انسان تښتوونکو یو حرفوي ډلمشر وژلی دی.
عارف په استاد عارف مشهور و او له هغې وروسته په هرات ښار کې د پولیسو لخوا ووژل شو، چې د پولیسو خبرداري ته یې غوږ ورنه کړ او په وسله واله نښته یې لاس پورې کړ.
همداراز د یادو عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتوونکو یو ملګری هم ټپي شوی دی.