هرات او میدان وردګو کې درې ترهګر طالبان او د حقاني شبکې غړي ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو تن له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او اړیکو لرلو په تړاو نیولی دی.
ځانګړو ځواکونو د میدان وردګو ولایت په میدان ښار کې د یو لړ هدفمندو عملیاتو پر مهال د حقاني ترهګرې شبکې دوه مهم غړي هم نیولي دي.
د یادونې ده چې دې ځواکونو پکتیا کې له یوې ماین چاودنې مخنیوی کړی او د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې یې د ترهګرو طالبانو دوه میله وسلې هم کشف او ضبط کړې دي.