هرات او غزني کې له دوه خونړیو پېښو د مخنیوي سربېره؛ پروان کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی چې د ماین جوړونې مسوول و، ونیول شو
د ملي پولیسو منسوبینو د درېیو جلا عملیاتو په پایله کې د پروان ولایت په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی چې د سړک غاړې په تېره بیا د مقناطیسي ماینونو د جوړونې مسوولیت یې پر غاړه درلود، نیولی او همدارنګه په هرات او غزني ولایتونو کې یې له دوه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
پولیسو د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ماین په ځانګړې توګه د مقناطیسي ماینونو د جوړونې یو ماهر کس چې د ترورېستي پېښو د طرحې او سازماندهۍ په موخه له بغلان ولایت څخه پروان ولایت ته راغلی و، نیولی دی.
همدارنګه؛ ترهګرو طالبانو د هرات ښار د اومې امنیتي حوزې په اړوند "خواجهکله" سیمه کې یو کړۍ بشکهيي ماین او د غزني ولایت د زنهخان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم یو کړۍ ماین د ملکي خلکو د نښه کولو په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته تر رسېدو مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او شنډ شوي دي.