هرات او بادغیس کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق او له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په هرات او بادغیس ولایتونو کې د دوه بېلو هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق او له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له دې منځه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې یو کس له ۹ کیلوګرامه تریاکو سره یو ځای نیول شوی دی.
همداراز د بادغیس ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې هم یو کس له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو له یو عراده موټرسایکل سره نیول شوی دی.