نیمروز کې د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف او ضبط شوه.
یکشنبه، د غوايي لومړۍ نېټه ۱۳۹۸ د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پولیسو یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه او جګړه ییز توکي کشف او ضبط شول. په یاده زېرمه کې ۱۰۰ ډزه د نارنجک ګولۍ، د وسایطو ضد ماینونه، د هاوان لسګونه ګولۍ، د ۸۲ ډوله توپ اووه ډزه ګولۍ او د دهشکې ۳۵۰ ډزه ګولۍ کشف او چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړل شوه.