نیمروز کې د تریاکو یوه محموله کشف او ترلاسه شوه

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۰ - ۹:۰
7

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ له عملیاتي کنډک سره یو ځای یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو یوه محموله کشف او ترلاسه کړې ده.
په یاده محموله کې ۳۰۰ کیلو ګرامه تریاک شامل وو او په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې د زرنج - خاشرود پر لاره نیول شوي دي.
قاچاقبرانو غوښتل دا نشه يي توکي د نیمروز مرکز زرنج ښار ته ولېږدوي او په تړاو یې دوه تنه نیول شوي دي.