ننګرهار کې ۵۳ ټُنه نشه يي توکي کشف او له منځه یوړل شول

له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې ۵۳ زره کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او له منځه وړي دي.
تېره شپه د چرسو دا لویه محموله د اچین ولسوالۍ په صندوک کلي کې کشف او له نشه يي توکو سره د مبارزې د قانون پر بنسټ په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
تر اوسه د نشه يي توکو د دې انبار په تړاو څوک ندي نیول شوي.