ننګرهار کې ۴۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۹ - ۸:۴۴
n

د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د دوو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۴۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.

یاد عملیات د ننګرهار په سرخ رود او روداتو ولسوالیو کې ترسره شوي، چې د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو درې تنه نیول شوي دي.