ننګرهار کې ۲۸۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۱۶:۳۸
01

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په جلال اباد ښار او مهمند درې ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۸۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله کشف او ضبط کړي دي.
درې قاچاق وړونکو ۱۲۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي په یوه کرولا ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې ونیول شول.
همداراز پولیسو یو بل کس د ۱۶۰ کیلو ګرامه چرسو د پلور په تړاو له مهمند درې ولسوالۍ هم نیولی دی.