ننګرهار کې ۲۶۰ لیتره الکولي څښاک ونیول شول

farhadi-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۵ - ۱۱:۱۹
]

یکشنبه، د غوايي ۱۵مه ۱۳۹۸

د ننګرهار ولایت د تورخم ښارګوټي او جلال اباد ښار د درېیمې حوزې په اړوند سیمو کې، د امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو او پلټنو په ترڅ کې ۲۶۰ لیتره شراب نیول شوي دي.
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې او د تورخم کمیسارۍ د پولیسو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې یو بار وړونکی موټر چې ۱۹۶ لیتره شراب په کې بار وو، له یو کس سره ونیول شول.
نیول شوي شراب په لارۍ ډوله موټر کې د سبزیو په منځ کې ځای پر ځای شوي وو، چې غوښتل یې جلال اباد ښار ته یې دننه کړي.
همداراز د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمو کې ۶۴ لیتره شراب نیولي دي.