ننګرهار کې ۲۱۶ کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د لویې لارې د منسوبینو په همکارۍ د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې د نشه يي توکو ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې ۲۰۲ کیلوګرامه چرس او ۱۴ کیلوګرامه تریاک کشف او ترلاسه کړي دي.
د نشه يي توکو یاده محموله له یوه استوګنیز کور څخه ترلاسه شوې او په تړاو یې څوک ندي نیول شوي؛ خو د عاملینو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.