ننګرهار کې ۱۵ ترهګر طالبان ووژل شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۵ ترهګر طالبان وژلي دي.
د وژل شویو ترهګرو طالبانو په منځ کې د ترهګرو طالبانو دوه ډلمشران هم شامل دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه تللې دي.