ننګرهار کې ۱۳۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۱۱:۲۴
ړ

د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې پولیسو په یو عراده سراچه موټر کې ۱۳۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله کشف او ضبط کړي.
ضبط شوي نشه يي توکي په یاد موټر کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو، چې غوښتل یې له بټي کوټ څخه یې جلال اباد ښار ته ولېږدوي.
د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي او یادو کسانو خپل جرم منلی دی.