ننګرهار کې ۱۰۰ بورۍ چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ - ۱۴:۰
8

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په مرکز جلال اباد ښار او کوز کونړ ولسوالۍ کې ۱۰۰ بورۍ چاودېدونکي توکي د امونیم نایترېت له ډوله، ۱۴۰ بنډله ثانیه سوز لین او دوه عرادې موټر نیولي دي.
د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی او دې کس یاد چاودېدونکي توکي په جلال اباد ښار او کوز کونړ ولسوالۍ کې په کور کې دننه ځای پر ځای کړي وو.
نیول شوي کس خپل جرم منلی او تر لا زیاتو څېړنو او ګروېږنو لاندې دی.