ننګرهار کې یو کس د وسلو د قاچاق په تړاو ونیول شو

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند "سراچه" کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو کس د وسلو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
د یادونې وړ ده چې له یاد کس څخه دوه میله کلاشینکوفونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.