ننګرهار کې یو شمېر چاودېدونکي توکي او مهمات کشف شول.

نن د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره مبارزې پولیسو د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ له اړوند سیمو یو شمېر چاودېدونکي توکي او مهمات کشف او ضبط کړل.
په نیول شویو مهمات کې دوه کړۍ نښلېدونکي ماینونه، ۱۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، دوه قبضې لاسي بمونه، یو ډز راکټ انداز او دوه عدده آتشي کپسول شامل دي.
ترهګرو طالبانو غوښتل له یادو توکو د سرخرود ولسوالۍ په اړوند " کوز سلطان پور" سیمه کې د تخریبي او ترهګریزو پېښو د ترسراوي په موخه ګټنه وکړي.