ننګرهار کې یو تن د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شو.
د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت منسوبینو په ننګرهار کې یو تن د ۱۷ کیلو ګرامه نشه یي توکو د قاچاق په تړاو نیولی.
یاد نشه یي توکي د چرسو له ډوله دي، چې د اچین ولسوالۍ په اړوند سیمو کې په یو عراده نقلیه واسطې کې ځای پر ځای شوي وو، چې د پولیسو لخوا کشف او ضبط شول.